امریکا: له افغانستانه د ځواکونو وتلو مهالوېش مو نه دی ټاکلی

امریکا: له افغانستانه د ځواکونو وتلو مهالوېش مو نه دی ټاکلی

د امریکایي پلاوي یو غړي چې له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی ویلي، امریکایي هیئت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ثابت مهالوېش په “قطعي” توگه رد کړی دی.

دغه امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د اسوشیټیدپرس اژانس ته ویلي، “د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د سولې د معاملې د یوې برخې په توگه د ١٨ میاشتو په ترڅ کې د قواوو د ایستلو وړاندیز قطعاً نه‌دی کړی”.

له دې د مخه د طالبانو استازيو ویلي وو چې له امریکایي مذاکره کوونکيو سره چنې وهي چې د سولې له موافقې وروسته د ١٨ میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې مېشت ټول بهرني ځواکونه له دې هیواده ووځي.

خو دغه امریکایي مقام د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې روان دي “ډیر گټور” گڼلي دي. دغه مقام د مذاکراتو په روان پړاو کې د پرمختگونو په هکله نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د افغانستان د سولې مذاکرات په‌دې وروستیو اونیو کې په ځانگړې توگه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د ناڅاپي سفر وروسته جدي شوي دي. ښاغلي پمپیو په کابل کې هیله څرگنده کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یوې پایلې ته ورسیږي.

همدا اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په قطر کې په مذاکراتو بوخت دی.

دغه امریکایي مقام ویلي چې د مذاکراتو اوسنی پړاو هر اړخیز دی او د هغه په وینا “د مذاکراتو د څلورو عمده عناصرو، اوربند، د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش، بین الافغاني مذاکرات او د ترهگري ضد ضمانتونه په‌کې شامل دي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.