امریکا له داعش څخه یوازې نظارت کوي

داعشپه واشنګټن کې د جګړې د څېړنو مرکز اعلان کړی، چې امریکا په افغانستان کې دداعش پر فعالیتونو یوازې نظارتي روال لري.

مرکز وايي، په داسې حال چې دداعش فعالیتونه په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېږي، خو امریکا یوازې او یوازې د څارونکي په توګه کارکوي او دداعش جنګیالیو د ځپلو لپاره یې هيڅ اقدام ندی کړی.

په همدې حال کې د امریکا د امنیتي او پوځي چارو پخواني چارواکي وايي؛ داعش به په افغانستان کې د امریکا او افغانستان ګټې له سختو ګواښونو سره مخ کړي نو اړتیا ده چې سر له اوسه یې پرضد ګام پورته شي.

داعش د افغانستان په یوه مشهور تجارتي او کلیدي ولایت ننګرهار کې فعالیت لري خو اوس اوس نښې په ډاګه کوي چې دا ډله په زابل، نورستان، لوګر، وردګو او حتی بدخشان کې فعاله شوې ده.

په کندوز کې تر جګړې وروسته ځینو منابعو په ډاګه کړه چې داعش ډلو د طالبانو د تګلارې خلاف په غیرپښتنو سیمو لکه تخار او بدخشان تمرکز ډیر کړی او ډیر جلب و جذب په یادو ولایتونو کې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.