ولسمشر ویلي، د افغانستان حکومت او بین المللي همکارانو د افغانستان د څلوېښت کلن سیاسي بحران د حل په خاطر خپل نیت، اراده او چمتووالی ښودلی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان او د هغوی ملاتړي هم دغسې چمتووالی وښیي.
ښاغلي غني زیاته کړې، د افغانستان د سولې په اړه په منسجمه او متحدانه ډول د کوښښونو او پیغامونو ترسره کول به پایله لرونکي وي.
مایک پمپیو څرګنده کړې، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د سولې پروسې او د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو چې د روان کال په تلې میاشت کې ترسره کېږي، ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
Leave a Reply