امریکا له ۲۰۲۰ کال وړاندې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي

امریکا له ۲۰۲۰ کال وړاندې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، جمهور رییس ډونالډ ټرمپ راته امر کړی چې د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې باید افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.

پامپیو څرګنده کړې چې ټرمپ راته لار ښوونه کړې تر څو د افغانستان جګړه باید ختمه کړم.

د پامپیو په وینا، افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د راکمولو مسله یوازې زما مسوولیت نه دی، بلکې زما د دندې دوام هم ده، ځکه که دغه کار زه وکړم، خپله دنده کې به پاتې شم.

امریکايي نظامي چارواکو بیا د ټرمپ له دغه اقدام سره مخالفت څرګند کړی دی.

خلیلزاد هم نن له ولسمشر غني سره کتنه کې ویلي پر سوله خبرې کړې وې.

تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش له اعلان پرته به اوربند اعلان نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.