امریکا وایې پر ایران د لګیدلو بندیزونو په لري کولو غور کوو

د امريکا د ولسمشر ادارې ویلي، له ایران سره پر دوه کاله پخواني اټومي تړون چې د امريکا د ملي امنيت په خوښه شوی و، له سره غور کوي چې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن ویلي، تهران تر اوسه پر خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې شوی، خو ده همدا راز د ایران په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د ده په وینا د ترهرګرۍ ملاتړی هېواد دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې ویلي: ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د شورا په لارښوونې له ایران سره د شوې هوکړې ارزولو ته ګومارلی چې په ډاګه کړي ایا پر ایران بندیزونه د امریکا د ملي امنیت په ګټه دي او که څنګه؟”

د سرچینې پربنسټ، ښاغلي ټیلرسن دا هم ویلي چې “د امریکا اندېښنه له دې ده چې ایران د ترهګرۍ ملاتړی دولت دی، ایران په بېلابېلو لارو د ترهګریزو عملیاتو اصلي ملاتړی هم دی”.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره لاسلیک شوې اتومي هوکړه تر ټولو “ناوړه نړیواله هوکړه” بللې وه.

د تېرې مارچ پر ۲۱مه، د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو، اوسنی دولت اتومي هوکړې ته ژمن دی.

خو بل خوا بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي: اتومي هوکړه څو اړخیزه موافقه ده چې د ښاغلي ټرمپ په مخالفت نه شي لغوه کېدای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.