امریکا وایې چین له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي

د امریکا دفاع وزارت چین نړیوالو قوانینو ته په بې غورۍ تورن کړ او دغه هېواد ته یې خبردای ور کړ چې د سوېلي چین سمندرګي د ټاپوګانو پوځي کول به ونه مني.
د متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز متیس په سینګاپور کې خبرغونډې ته وویل، دا ډول هڅې سیمه ییز ټیکاو ګواښمنوي.
مصنوعی ټاپوګان جوړول او د چین له خوا د نړیوالو اوبو پوځي کول د سیمې ټیکاو ګواښي.
پر چین سربېره، ویتنام، فلیپین، مالیزیا، بروني هم د سوېلي چین سمندري ګي د ټولو یا لږ تاپوګانو د ملکیت دعوه لري.

د امریکا ولمشر ډونلډ ټرمپ او نور امریکايي چارواکو په ځلونو ویلي چې په سوېلي چین سمندرګي کې به له خپلو ګټو دفاع وکړي.
چین یې په ځواب کې وايي، “په سیمه کې به له خپلو حقونو سخته دفاع وکړي”.
سوېلي چین سمندرګي نږدې ۲۵۰ ټاپوګان لري، د دې ټاپوګانو پراخوالی ۱۵ کیلومترو ته رسېږي.
دا ټاپوګان تر ډېره شړ( له خلکو تش) او ډېری یې له اوبو لاندې دي.

د امریکا دفاع وزیر په ورته مهال زیاته کړه چې د متحده ایالتونو او چین ترمنځ جګړه یا ګواښ ګیر(کشمکش) حتمي نه دی.
نوموړي د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو چارو د پېزوانولو یا مهارولو لپاره د چین هڅې وستایلې.
د جېمز متیس دا څرګندونې له هغه لږ وروسته دي چې د شمالي کوریا په توغندیزو ازموینو پسې ملګرو ملتونو پر دغه هېواد بندیزونه زیات کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.