امریکا پاکستان ته د مرستو نوې کڅوړې ورکوي

پاکستان پوځپه واشنګټن کې د پاکستان او امریکايي مشورتي ډلې ترمنځ د وړمې ورځې په ناسته کې امریکا پرېکړه کړې، چې له پاکستان سره په دفاعي، پوځي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې نوې مالي مرستې وکړي. د پاکستان له لوري د مشورتي پلاوي مشري ددفاع وزارت استازي محمد عالم خټک کوله. د پاکستان ددفاع وزارت یوې سرچینې ویلي، امریکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان لپاره په ۲۰۱۶ کال کې هم د خپلو مالي مرستو له تمدید سره موافقه کړې ده.

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ په پلمه په افغانستان راوبلوسل او له پاکستان یې هم وغوښتل چې د نړیوال پوځي ایتلاف ملګرتیا وکړي او په بدل کې به یې د واشنګټن مالي مرستې ترلاسه کوي.  له هماغه راهیسې پاکستان سره له دې چې په ظاهراً او دیپلوماتیکو مجلسونو کې د ترهګرۍ په ملاتړۍ تورن دی، خو په نورمال ډول هرکال په پوځي، دفاعي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د مالي مرستو کڅوړې ترلاسه کوي.

پوښتنه داده چې په داسې حال کې پاکستان د لشکر طیبه او حقاني شبکو پرضد د جګړې نه کولو او ملګرتیا په اتهام د امریکا تر سختو نیوکو لاندې دی خو بیا هم په افغانستان کې د نیابتي جګړې لپاره د امریکا مالي مرستې ترلاسه کوي، منظور څه کېدای شي؟

وړمه ورځ هم مهاله چې په واشنګټن کې د ترهګرۍ پرضد له پاکستان سره د نویو مالي مرستو ژمنه کېده د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په پاکستان ټینګ انتقادونه وکړل، چې پاکستان یوازې هغو طالبانو ته د دښمن په سترګه ګوري، چې پاکستان ته خطر دی، لکه تحریک طالبان پاکستان. خو د حقاني شبکې، لشکر طیبه، او افغان طالبانو په اړه چې ټول یې په پاکستان کې دېره دي په اړه ځان تېروي. ده انتقاد وکړ، چې پاکستان د ټولې دنیا او په تیره د امریکا په غولولو روږدی شوی او دا مسله باید یوطرف ته شي. 

راپورونه په ډاګه کوي، چې پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې له درکه د امریکا ۱۳ میلیارد ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.