امریکا پر قطر د جنګي الوتکو د پلورلو هوکړه لاس لیک کړه

قطر له امریکا ۳۶ جنګي الوتکې پېري. قطري چارواکو ویلي، چې له امریکا سره یې هوکړه لاسلیک کړې ده او له مخې به یې د ۱۲ میلیاردو ډالرو په بدل کې قطر ته شپږ دیرش دانې F-16 جنگي الوتکې ورکوي.
سره له دې چې ټرمپ هم قطر له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی، خو بیا هم امریکا له دغه هېواد سره د الوتکو د پلور هوکړه لاسلیک کړې ده. د قطر ددفاع وزارت ددفاعي او هوايي چارو سلا کار خالد العطیه رسنیو ته ویلي، چې دغه هوکړه به ۶۰ زره امریکایانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي په واشنګټن کې رسنیو ته ویلي، چې دغه هوکړه، د امریکا او قطر د اوږدمهالې اړیکې او تعهد ښکارندويي کوي. ده همدا راز زیاته کړې، چې په دې سره به په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا اوږو بار هم کم شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.