امریکا: په افغانستان کې میشت داعش به وځپي

داعشامریکا په افغانستان کې د داعش وسله واله ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړه.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي د خراسان داعش چې د ۲۰۱۵ کال په جنوری کې یې خپل موجودیت اعلام کړاو د افغانستان او پاکستان طالبان په کې غړیتوب لري.

دا اعلامیه وایی افغانستان کې مېشتې د داعش ډلې د تېر ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په لومړیو کې له ابوبکر البغدادي سره د بیعیت اعلان کړی او هغه هم دا ډله د داعش د یوې غړې ډلې په توګه پېژندلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې په افغانستان کې داعش وسله وال د متحدو ایالاتو له لوري د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شول. سرچینه زیاتوي له دې وروسته به امریکا پر دې ډلې اقتصادي بندیزونه ولګوي او پرې روان بریدونه به ګړندي او پراخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی دغه ډلې له ابوبکرالبغدادي سره تر بیعت وروسته په افغانستان او پاکستان کې یو لړ ترهګربریدونه کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.