امریکا په ننګرهار کې د خپلو وژل شوو عسکرو معلومات خپاره کړل

پنټاګون په ننګرهار کې د خپلو وژل شوو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل. د امریکا د دفاع وزارت وايي، چې د روانې اونۍ په شنبه ورځ یې پر سرتیرو ډزې وشوې او درې کسه پکې ووژل شول.
د پنټاګون د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان سرګروپ ۲۵کلن اریک هوک، ۲۹کلن ویلیام بېس او ۲۲کلن دیلون بالدرېج وو. سرچینه کاږي، چې درې واړو پوځيانو د داعش ضد جګړه کې برخه اخیسته او په ننګرهار کې یې ماموریت درلود. هېره دې نه وي، چې د شنبې په ورځ په ننګرهار کې یوه افغان پوځي پر یادو امریکايي پوځيانو ډزې وکړې او درې کسه یې ووژل.
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې په ځوابي برید کې یاد افغان سرتېری هم وژل شوی دی. ویل کېږي چې دغه پوځي د افغان کمانډو په لیکو کې فعالیت درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.