امریکا ویلي چابهار بندر لا هم پر ایران د دوی له وروستیو بندیزونو لیرې دی او کله به هم پرې بندیز ونه لګوي.
د سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره کتنه کې ویلي، چابهار بندر د افغانستان لپاره له بندیزونو مستثنی دی.
دواړو لوریو همدا راز له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
امریکا له دې وړاندې هم چابهار د افغانستان لپاره پر ایران له بندیزونو معاف کړی و.
Leave a Reply