امریکې ته د افغان حکومت ځواب؛ نړیوالې رسنۍ وايي دا یو ځواکمن دریځ  و

امریکې ته د افغان حکومت ځواب؛ نړیوالې رسنۍ وايي دا یو ځواکمن دریځ  و

د امریکا “نیویارک ټایمز”، د چین “سوت اېشیا مارنېنګ پوسټ”، د قطر “الجزیرې”، د پاکستان “ده نیوز”، د هند “بزنس سټنډرډ”، د ایران “پارس ټي وي”، د ترکيې “ډېلي صباح”، سي اېن اېن، شېکاګو ټریبیون، سي بي اېس نیوز، واشنګټن اېګزماینر

 او زښته ډېرو معتبرو نړیوالو رسنیو د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت دریځ را اخیستی چې له ټرمپ څخه یې د وضاحت ورکولو غوښتنه کړې وه.

په‌دې رسنیو کې د افغانستان دا عمل د یوه هوډمن، خپلواک دولت د دریځ په ډول معرفي شوی او داسې ښکاري چې له افغانستانه د داسې غبرګون تمه کمه وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په لیدنه کې ویلي وو چې که وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي خو نه غواړي چې مېلیونونه افغانان ووژني او د افغانستان نقشه بدله کړي.

ارګ د ټرمپ د دې خبرو په غبرګون یوه اعلامیه خپره کړه او له واشنګټنه یې د دې خبرو وضاحت وغوښت.

Leave a Reply

Your email address will not be published.