امریکې ته د خان سفر؛ واشنګټن کې پښتنو د حق غوښتنې لاریون کړی

امریکې ته د خان سفر؛ واشنګټن کې پښتنو د حق غوښتنې لاریون کړی

امریکا ته د عمران خان د سفر په لړ کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړیو لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو پر عمران خان او جنرال باجوه غږ کړی چې د پي ټي ام دوه غړي، محسن داوړ او علي وزیر ژر تر ژره خوشې کړي.

دا لاریونونه په داسې حال کې شوي دي چې نوموړي کېپټل ون ارینا کې د پاکستانیانو یوې پراخې غونډې ته خبرې کولې او د همدې را ټولېدنې ځای نه بهر ګڼو لاریونوالو د ګو نیازي، ګو عمران شعارونه بدرګه کول او د علي وزیر او محسن داوړ خوشې کړه، نارې یې وهلې.

لاریون کوونکو اندېښنه ښودلې چې د پاکستان حکومت پر پښتنو سخت ظلمونه روان کړي دي چې باید مخنیوی یې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.