امنیتي مسوولینو د زرمت پېښې څېړلو په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی

امنیتي مسوولینو د زرمت پېښې څېړلو په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۲۵ مه:

 د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د تېرې یکشنبې په شپه د زرمت ولسوالۍ په کولاګو سيمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د ادعاوو د څېړلو په موخه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته پکتیا ولایت ته سفر کړی.

له کابله تللیو امنیتي چارواکود پکتیا او پکتیکا ولایتونو له مسوولینو سره کتنه کې د زرمت ولسوالۍ وروستۍ پېښې اړوند بحث کړی دی.

د امنیتي سکټور مشرانو له بحثونو وروسته د پېښې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی چې څرنګوالی یې مالوم کړي.

ټاکل شوی پلاوی به خپلې موندنې له اړوند چارواکو سره شریکې کړي.

بلخوا د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي او په دې لاره کې د خپلو ځانونو د قربانیو له ورکړې هم درېغ نه کوي. افغان ځواکونه خپل ټول فعالیتونه د هېواد د نافذه قوانینو، نړیوالو تړونونو او بشري حقونو په رڼا کې ترسره کوي، او له سرغړونکو منسوبینو سره قانوني چلند کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.