امنیتي مسوولین: د نامسووله وسله والو پر وړاندې جدیت موجود دی

امنیتي مسوولین: د نامسووله وسله والو پر وړاندې جدیت موجود دی

محور؛ پنجشنبه؛ د زمري میاشتې لسمه: د هیواد د امنیتي سکتور رهبري وايي، چې د نا مسئوله وسله والو پر وړاندې جدیت موجود دی او د هغو کسانو په اړه دې لا منظم پروګرامونه جوړ شي، چې د وسلو او وسله والو کسانو ګرځولو ته اړتیا لري.

د سکټور په ناسته کې، چې نن د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې جوړه شوې د عامه ساتنې تصدۍ ته دنده ورکړل شوې چې په دې برخه کې جوړه کړې طرحه لا غني او منظمه کړي، چې وروسته بیا پرېکړه ورباندې وشي.

د ملي امنیت سلاکار له اړونده چارواکو غوښتي چې د ټاکنیزو منډو ترړو او کاندیدانو امنیت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.