امنیتي چارواکي غزني ولایت ته تللي دي

امنیتي چارواکي غزني ولایت ته تللي دي

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف، نن دغه ولایت ته سفر کړی دی.

 

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د غزني له سیمه ییزو مسوولینو سره کتنه کې ډاډ څرګند کړی چې د غزني امنیتي د حکومت په لومړیتوب کې دی او ځانګړې پاملرنه به ورته کېږي.

 

ملي دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي، غزني ته د ورتلونکو لارو د امنیتي تامین لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي.

 

غزني ولایت ته د اسدالله خالد دا څلورم سفر دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.