امنیت شورا: افغان ځواکونو داعش ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړي

امنیت شورا: افغان ځواکونو داعش ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: د افغانستان ملي امنیت شورا وايي: افغان سرتېریو په وار وار داعش ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړي دي او هغه يې ځپلې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل رسنیو ته په استول شوي تصویري کلیپ کې ویلي “” داعش ډله په کراتو ـ کراتو افغانستان کې ځپل شوې او رهبري يې له منځه وړل شوې ده، امنیتي ځواکونه چمتو دي د دې ډلې د هر حرکت پر وړاندې ودرېږي او مخنیو یې وکړي.””

تازه ملګرو ملتونو راپور خپور کړی او ویلي دي چې د داعش ډلې رهبرۍ د افغانستان خراسان څانګې لپاره د مولوي عبدالله په نوم نوی مشر ټاکلی دی.

راپور کاږي چې مخکېی مشر  ننګرهار ولایت کې موثره نه و.

بلخوا د حقمل په وینا”” هر هغه ډله چې افغانستان کې نظم اخلالوي او د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، افغان ځواکونه به يې پر وړاندې اقدام کوي، مونږ چاته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوو. “”

تر دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې وه چې داعش ډله يې له سختې ماتې سره مخ کړې ده او نور له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکو هم ویلي و چې  افغان ځواکونه په داعش ډلې برلاسي دي او ددې ولایت په هره سیمه کې يې دغه ډله سخته ځپلې ده چې اوس خلک هلته ارام ژوند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.