ملي امنیت شورا دفتر وايي، تېره اوونۍ وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.
له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په بېلا بېلا ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې په حواله، ددې عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو او داعشیانو ۳۵۲ غړي وژل شوي، ۱۱۳ ټپیان دي او ۳۹ نیول شوي دي.
په دې عملیاتو کې زیات شمېر نقلیه وسایط تر لاسه شوي او د پرسونل ضد ۱۰۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
Leave a Reply