امنیت شورا: داعش ډلې د افغانستان سربېره نړۍ ته هم ګواښ پېښ کړی

امنیت شورا: داعش ډلې د افغانستان سربېره نړۍ ته هم ګواښ پېښ کړی

محور؛ سه شبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي: داعش اورپکې ډلې د افغانستان سربېره نړۍ ته هم ګواښ متوجه کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل رسنیو ته استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، داعش ډلې په دې وروستیو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

د حقمل په وینا، دې بریدونو په کتلو او د مخنیوي لپاره يې اړتیا ده چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره نړیواله اجماع جوړه شي.

تر دې وړاندې هم د ملي امنیت شورا ویلي و چې داعش ډله به افغانستان کې وځي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ افغان ځواکونو ته امر وکړ چې داعش ډله محوه کړئ.

د داعش ډلې د فعالیت له زیاتېدو پر داسې مهال اندېښنې زیاتې شوې چې دغې ډلې وړمه شپه کابل کې د واده پر مراسمو خونړی برید ترسره کړی چې نږدې درې سوه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.