د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې باید د وژل شویو ترهګرو او ملکیانو ترمنځ توپیر وشي.
له امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یوناما په هغه حقیقت سترګې پټې کړې چې وسله وال طالبان او نورې ترهګریزې ډلې د جګړې پر مهال له عامه ځایونو، د خلکو له کورنو، جوماتونو او له ماشومانو او مېرمنو د انساني سپر په توګه استفاده کوي.
اعلامیه کې ویل شوي، افغان ځواکونه ددې خاورې اصلي وارثین دي او تل یې د عملیاتو پر مهال د جګړې قوانینو ته درناوی کړی دی.
یوناما راپور خپور کړی چې ګنې سږ کال افغانستان کې د ملکیانو د زیاتې مرګ ژوبلې لامل دولت پلوه سرتېري دي.
Leave a Reply