امنیت شورا: د جګړ د بڼې پر تغییر کار روان دی

امنیت شورا: د جګړ د بڼې پر تغییر کار روان دی

ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما په راپور غبرګون ښودلی دی

له ملي امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو راپور چې د یوناما دفتر لخوا خپور شوی دی مطالعه کوي او یاد ګزارش ددې بنسټ تر ارزونې لاندې دی.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، طالبان د اذهانو تېر ایستلو لپاره په ظاهره د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادعا کوي؛ خو  په وینا يې چې نشر شوي راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین دغه ډله او نورې ډلې بلل شوي.

د امنیت شورا په خبره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره له ټول دقت کار اخلي او دغه موضوع تل تعقیب او ټینګار پرې کېږي.

 

اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو موخه د خلکو منځ کې د وحشت او دهشت ایجادول دي، په همدې منظور هغوی په تحمیلي ډول د خلکو له کورونو، د جوماتونو په شمول له عامو او ملکي ځایونو د سنګر او نظامي سپر په توګه استفاده کوي او دغه کار د ملکي تلفاتو لامل ګرځي.

امنیت شورا ټینګار کړی چې اورپکې ډلې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري،  دوی له ( ټیکري او د مېرمنو له جامو ) په استفادې، د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو او د چاودېدونکو توکو انتقال لپاره د خلکو وسایط کاروي چې د ملکي تلفاتو عمده لامل بلل کېږي. دغه شان اعمال، د دښمن ماته په اثبات رسوي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.