امنیت شورا: کابل کې د ترهګریزو بریدونو زیانونه ۹۰ سلنه کم شوي

امنیت شورا: کابل کې د ترهګریزو بریدونو زیانونه ۹۰ سلنه کم شوي

ملي امنیت شورا دفتر وايي، د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله، سږ کال کابل کې د ترهګریزو پېښو کچه بېساري راټيټه شوې ده.

 

له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي سکټور رهبرۍ ویلي کابل کې د ترهګریزو بریدونو کچه ټيټه شوې.

 

خبرپاڼه کاږي، د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د کابل په کچه لس لویې او کوچنۍ ترهګریزې پېښې شوي دي چې ۴۲۲ تنه په کې وژل شوي وو، په داسې حال کې چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې بریدونه هم کم شوي او تلفات هم تر ۴۰ رسېدلي.

 

د امنیتي سکټور رهبرۍ خوښې څرګنده کړې چې تېرو څوو ورځو کې له کابل ښاره د اضافي پوستو لیرې کېدو او د نامسووله وسله والو کسانو په تګ راتګ بندیز، د ښار بڼه بدله کړې ده.

 

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې د بریدونو د مخنیوي په هدف دې ښار کې د اضافي پوستو د تولېدو په بدیلو لارو فکر وکړي.

 

همدا شان غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې د شخصي ساتونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د توپیر په هدف دې، شخصي محافظتي کار کوونکو ته د یونیفورم ورکولو په طرحه کار پیل کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.