[انانیموس] د داعش پلویانو زرګونه ټویټر اکونټونه هک کړي

د (انانیموس) په نامه یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوې انټرنټي حملې په ترڅ کې بریالي شوي تر څو د داعش د پلویانو ۵۵۰۰ ټوېټر اکونټونه غلا کړي او له منځه یې یوسي.

انانیموسد (انانیموس) ډلې د پاریس تر بریدونو وروسته ژمنه کړې وه چې د داعش پر خلاف به خپلې انټرنټي جګړې ته هوا ورکړي. داعش د پاریس د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې.

د (انانیموس) وېب‌پاڼې په خپل یو بل ټویټ کې لیکلي: «د داعش هکران په دې هڅه کې دي چې زموږ مخه ونیسي لېکن انانیموس تر هغوی تکړه دی»

دې ډلې وروسته یو نوملړ خپور کړ چې د په ټویټر کې د ۵۵۰۰ داعش پلویانو مشخصات، په فېسبوک کې د داعش پلویانو پاڼې، د داعش پلویانو د بحث فورمونو او نورو انټرنټي داعش کړیو نومونه‌ پکې وو.

د (انانیموس) ډلې په یوې مرکه کې داسې اسناد خپاره کړل چې ښيي د داعش هکرانو د یو اروپايي شرکت له سروېس څخه کار اخیستی چې کلاوډفلر نومېږي.

دا اروپايي شرکت په دې تورن شوی چې د داعش پنځوسو وېبسایټونو ته خدمات وړاندې کوي تر څو له انټرنېټي بریدونو یې په امن کې وساتي.

د کلاوډفلر د شرکت مدیر تر دې تورونو وروسته‌ په یوې مرکه کې وویل چې د بیان ازادۍ ته په کتو سره دا شرکت نشي کولی خپل خدمات تر یوې ځانګړې ډلې یا افرادو محدود کړي.

دې شرکت وویل چې حتا د (انانیموس) ډلې ځینې پلویان هم د دوی له خدماتو ګټه اخلي په داسې حال کې چې د امریکا استخباراتي ادارې یا (اېف بي آی) په کلاوډفلر شرکت باندې فشار راوړی تر څو د (انانیموس) ډلې وېبسایټونه وتړي.

په کلاوډفلر شرکت باندې د داعش د پلويتوب تورونه لګېدل کومه نوې برې نه ده او په کال ۲۰۱۳ کې هم ورته یو راپور د (بلاګ‌ډېلي) لخوا چاپ شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.