اندونیزیا: له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن یو

اندونیزیا: له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن یو

 

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اندونیزیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې، د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو کنفرانس جوړېدو کې د نوموړي هېواد د ونډې ستاینه کړې ده.

 

دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د افغانستان د راتلونکي سولې په اړه د اندونیزیا د احتمالي نقش او د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث او نظریات شریک کړي دي.

 

د اندونیزیا ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ مذهبي مشترکاتو ته په کتلو، هېواد یې چمتو دی چې تل پاتې سولې ته له رسېدو وروسته د افغانستان دولت او خلکو سره همکاري وکړي.

 

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې اندونیزیا د سولې برخه کې زیات څه په واک کې لري او افغانستان کولای شي له دغې الګو زیاته ګټنه وکړي.

 

اندونیزیايي لوري د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.