انسان تښتونکو یوه بهرنۍ میرمن وژلې ده

ناپېژانده وسله والو د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې یوه آلمانۍ مېرمن وژلې ده.
د راپورونو له مخې پېښه تېره شپه د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې تښتوونکو غوښتل له سیمې دوې بهرنۍ مېرمنې له ځان سره وتښتوي.
راپورونه وايي په پېښه کې تښتوونکو پر آلمانۍ مېرمن ډزې کړې، هغه یې وژلې ده، خو یوه بله فنلنډۍ مېرمن یې له ځان سره تښتولې ده.
امنیتي سرچینې وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.