انډیپنډنټ: برېټانوي ځواکونه د امریکایانو تشه ډکوي

انډیپنډنټ: برېټانوي ځواکونه د امریکایانو تشه ډکوي

د برېټانیا «انډیپنډنټ» ورځپاڼې د لوړ پوړیو دفاعي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به برټانوي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تشه ډکه کړي او په افغانستان کې به پاتې شي.

 

دم‌ګړۍ په افغانستان کې زر برټانوي عسکر په مرکزي او نورو ولایتونو کې دنده ترسره کوي.

 

برټانیې د ایساف ماموریت تر پای ته رسېدو، شاوخوا لس‌زره  سرتېري هلمند او پلازمېنه کابل کې ځای پر ځای کړي وو.

په برېټانیا کې د تېرېزامې نوي حکومت بیا دا شمېره دوه برابره ډېره کړه. هغه وخت امریکایي ولسمشر ټرمپ هم افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږل.

 

امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ پوځیان لري او تر څنګ یې نهه زره ۹۰۰۰ نړیوال ځواکونه هم مېشت دي.

 

له دې سره سره د امریکا د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې وايي؛ ” باید د افغان اردو او افغان پولیسو هوايي ملاتړ وشي او دوی ته دې د طبي تخلیې په برخه کې مرسته ورسېږي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید یواځې پرېنښودل شي. په‌دې تړاو یوې نوې سټراټېژۍ جوړولو ته اړتیا ده”.

 

د امریکا دفاع وزارت زیاتوي چې د ځواک د استقرار پر ټولو ټاکنو به غور کېږي او تر اوسه په‌دې اړه هېڅ کوم تصمیم نه‌دی نیول شوی.

 

دا په داسې حال کې ده چې اوس امریکایان په قطر کې له طالب وسله‌والو سره د سولې پر خبرو بوخت دي، خو د برېټانیا دا څرګندونې ښایې نورې اندېښنې رامنځته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.