انګلستان افغانستان ته څلور سوه سرتیري لیږي

بهرني سرتېريدا سرتیري د «ګورخان رویال ـ۲ rgr » په دوهمه فرقه پورې تړاو لري چې د روان کال په اپریل کې به کابل ته واستول شي.

د انګلستان یو شمیر رسنیو ویلي د دغه ځواکونو دنده به د افغان ځواکونو روزنه او په دغه هیواد کې د ناټو د سلاکارانو او پوځیانو ساتنه ده.

د انګلستان د  وسله والو ځواکونو یوه پوځي قوماندان «کاپیتان بیکولمن ری» وایی دا پوځیان به د هغو سلاکارانو ساتنه کوي چې د روزنې او یا په غونډو کې د ګډون په موخه بهر ته وځي. هغه وایی دوی ته روزنه ورکړل شوې او چمتو شوي دي.

انګلستان په داسې حال کې دا سرتیري افغانستان ته لیږي چې د امریکا متحده ایالاتو هم په تیره اونې کې هلمند ته د ۵۰۰ سرتیرو د استولو خبر ورکړی و.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.