انګلستان له افغانستان سره د ۱۳۰ میلیونه پونډو مرسته کوي

انګلستان له افغانستان سره د ۱۳۰ میلیونه پونډو مرسته کوي

ولسمشر غني لندن ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د لندن د بین المللي  انکشاف له وزیر روري سټیوارټ سره کتلي دي.

 

د ارګ خبرپاڼه وايي، چې کتنه کې دواړو لوریو د سیمه ییز اتصال، انکشاف او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث کړی دی.

 

ولسمشر غني افغانستان سره د انګلستان حکومت دوامدره همکاري ستایلې او او ویلي دي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال د پراختیا لپاره د پرمختللیو هیوادونو په ځانګړي ډول د انګلستان د همکاریو او تجربو شریکولو ته اړتیا لري.

 

غني د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د لازیات شفافیت د تامین په خاطر د انګلستان له حکومته وغوښتل چې د بین المللي څارونکي په توګه دا بهیر وڅاري.

 

روري سټیوارټ د افغانستان د سیمه ییز اتصال په برخه کې د هېواد ولسمشر ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي دي چې د انګلستان حکومت به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر تعهداتو سربېره، نور ۱۳۰ میلیونه پونډ له افغانستان سره مرسته وکړي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.