د امریکا متحده ایالات وایي له ناټو سره به د داعش په ځپلو کې بشپړه همکاري وکړي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې په سپینه ماڼې کې یې د ناټو له سرمنشي ینس سټالټنبرګ سره د افغانستان په اړه تر خبرو وروسته  په افغانستان کې د ثبات په ټینګښت کې د ناټو او نورو متحدینو ونډه د پام وړ وبلله.

اوباما وویل د ناټو ایتلاف د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، د ظرفیتونو په لوړولو، طالبانو په ځپلو او د امنیت په ټینګښت کې له افغانانو سره کار کوي او دوی هیله لري چې افغانان په خپل منځ کې یوې روغې جوړې ته ورسیږي.

په همدې وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټالټنبرګ وویل دواړو مشرانو په دې اړه هم خبرې وکړې چې متحده هیوادونه څنګه کولای شي خپل ثبات ټینګ کړي او د داعش پروړاندې مبارزه وکړي.

سپینې ماڼۍ د دې کتنې په اړه په اعلامیه کې ویلي دواړو مشرانو د داعش د له منځه وړلو په اړه د متحدینو د کمپاین پر بریاوو هم خبرې وکړې.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.