اوباما وايي سوریې ته د ځمکنیو ځواکونو لېږل اشتباه ده

باراک اوباما د (جي۲۰) ملکونو د مشرانو به ناسته کېد امریکا جمهور رییس باراک اوباما یو ځل بیا وویل چې د هغه دولت سوریې ته د داعش پر ضد د ځمکنیو قواو له لېږلو سره مخالف دی. هغه وویل چې پوځي مشاورانو هم ورته مشوره ورکړې چې دا کار ونکړي.

باراک اوباما، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس د دوشنبې پر ورځ د ترکیې په انتالیا کې وویل چې سوریې ته د داغش په خلاف د ځمکنیو پوځونو لېږل اشتباه ده. هغه دا خبره د (جي ۲۰) ملکونو د ولسمشرانو په ناسته کړې وکړه.

اوباما وویل: زموږ اوسنۍ ستراتېزي ممکن په نیږدې راتلونکي کې اغېزمنه نه وي خو په لرې راتلونکي کې به ګټه ولري او اغېز به یې ښکاره شي. که ځمکني پوځونه عراق او سوریې ته ولېږو نو دا پوځونه به ټپیان او یا مړه شي.

د امریکا جمهور رییس پر دې خبرې باندې د ټینګار سربېره چې داعش سره زموږ جنګ په کلاسیک ډول نه دی زیاته کړه: موږ کولی شو له داعش څخه ځینې سیمې بېرته تر لاس لاندې کړو خو دا به تر هغو زموږ سره وي چې سرتېري موږ هلته دېره وي او که دا سیمې بېرته د داعش لاس ته ولوېږي نو ډېره مرګ ژوبله به رامنځته کړي چې دا د ستونزې حل نه دی.

باراک اوباما په ورته حال کې د جب بوش په وروستیو خبرو چې د امریکا د جمهوري ریاست نوی کاندید دی اعتراض وکړ. هغه ویلي وو چې امریکا باید یوازې هغو سوريايي مهاجرو ته پناه ورکړي چې مسیحي مذهبه دي.

اوباما وویل: دا خبره شرموونکې او‌په ټولیزه توګه د امریکا له ارزښتونو لرې خبره ده چې څوک دې داسې ووايي. له سوریې څخه تښتېدونکي ټول مهاجر ځورول شوي دي او د ترهګرۍ قربانیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.