اوباما وايي په افغانستان كې د سولې ټينګښت په سيمه كې ثبات راولي

اوباما او غنيد امريكا متحده ايالاتو ولسمشر بارك اوباما وايي د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې د ستاينې وړ دي. د افغانستان او امريكا ولسمشرانو پرون د يوه ويديو كنفرانس له لارې خبرې كړې او د سولې په برخه كې يې د محمد اشرف غني هڅې ستايلې دي.

سپينه ماڼۍ وايي چې په دې خبرو كې له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه خبرې شوې او په دې برخه كې په ګډ كار ټينګار شوى دى. سپينه ماڼۍ وايي امريكا د سولې په برخه كې د افغانستان ملاتړ كوي. اوباما وايي سوله كولاى شي په افغانستان كې تاوتريخوالى كم او په سيمه كې د دايمي ثبات لامل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.