اوباما په سوریه کې د څه په لټه کې دی؟

بارک اباماد سوریې د بحران له پیل راهیسې د امریکا ولسمشر اوباما د هغه هېواد د بحران د حل لپاره مبهم او ظاهراً متضاد سیاست تر لاس لاندې نیولی دی. هغه په اوایلو کې د حکومت پرضد د معترضینو په خوا کې ودرېد.

سره له دې چې ترورستي ډلې د معترضینو لیکو ته ورګډېدې خو له دې کبله چې شخړه د سوریې تر پولو محدوده وه، اوباما پکې د مداخلې چندان لېوالتیا ندرلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې دداعش له خوا د عراق د موصل ښار نیونې وروسته اوباما د سوریې د حکومت وسله وال مخالفین د منځلارو او سخت دریځو په دوه ډلو وویشل او دخپلې هغې ستراتیژۍ په اړه یې خبرداری ورکړ، چې له منځلارو به حمایت کوي او د سخت دريځو پرضد به مبارزه وکړي.

په همدې لومړیو کې له منځلارو ډلو سره یې په ترکیه کې د وسلو او جنګي تاکتیکونو په زده کولو کې مرسته وکړه، خو له دې کبله چې روزنه بې کیفیته وه او تجهیزات پڅ وو، له النصر جبهې سره په لومړۍ جګړه کې ددوی تر حمایت لاندې ډلو شکست وخوړ او له صحنې وتوږل شوې.

بلې خواته اوباما په سوریه کې له القاعده او داعش اړوند سخت دريځو سره د جګړې لپاره د ۴۰ هېوادونو ایتلاف تشکیل کړ، خو د ځپلو او په کامل ډول له منځه وړلو لپاره یې اوږدمهاله تګلاره ونه ټاکله، له همدې کبله د یو کال په تېریدو دا ځواکمن ایتلاف دغړو هېوادونو له زیاتون سره سره له ترهګرۍ سره د جګړې څه روښانه نتیجه په لاس نلري.

اوباما په یوه مرحله کې د سوریې حکومت دراپرځولو لپاره له وسله والو مخالفانو روزنیز او تسلیحاتي حمایت وکړ. بل اړخ ته له ایران سره د مذاکراتو په ترڅ کې یې له ایران څخه د ترهګرۍ پرضد د جګړې د ټلوالې د ملاتړ غوښتنه وکړه او له هغه راز یې پرده پورته کړه، چې د سوریې د نظام له مخالفانو سره مرسته نه کوي.

د امریکا ولسمشر که څه هم په لومړیو کې د کمیایی وسلو کارول د سوري دولت لپاره سره کرښه ټاکلې وه، خو ډیر زر یې د خپلې نظامي مداخلې لپاره د سوریې د کمیايي وسلو د استعمال خطر پلمه کړ. په هماغو شرايطو کې چې لا د سوریي ملکیانو کډوالي لکونو کسانوته نه وه رسېدلې، ویجاړۍ کمې وې او انساني تلفات هم د فاجعې ترحده نه و، د ژنیو په اوله، دویمه او حتی دریمه ناسته کې یې د ایران د مشارکت مخالفت کاوه او په قدرت کې د اسد لپاره هیڅ رول ته یې غاړه نه ایښوده.

خو نن ورځ د فرانسې د استخباراتو د مشر (برنارباژولیه) په وینا چې شرايط له دایرې وتلي، هم د سوریې په اړه په تصمیم نیونکو ناستو کې د ایران موجودیت ته اهمیت ورکوي او هم د اسد راتلونکې د خبرو اترو نتیجې ته ماُکول کوي. اوباما چې د نړیوال ایتلاف د جوړیدو پرمهال د داعش پرضد د اسد د نظام د همکارۍ سخت مخالف و، په پاریس کې له بریدونو وروسته د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په خوله غوښتنه کوي، چې سوري پوځ دې له عربي ځمکنیو پوځونو سره د داعش ترهګرو پرضد جګړه کې ونډه واخلي.

د اوباما دا پیچلی او ګونګ چلند ددې سبب شوی چې د ملاتړو او مخالفو سیاسیونو او تحلیګرانو له خوا د سیمې په هکله مختلفې نظریې راوپاروي. د بحران په هکله د مشخصې ستراتیژۍ نشتوالی، له مداخلې سره د لېوالتیا کمی، له منځني ختیځ څخه شرقي اسیا ته د امریکا د ستراتیژۍ تغیر، منفعلانه چلند او داچې سوریه د امریکا له ستراتیژیکو ګټو بهر ده، دا او دې ته ورته تحلیلونه مطرح شوي دي. خو په زړه پورې دا چې د امریکا ملکي او نظامي چارواکو په وار وار په سوریه کې له خپلو تېروتنو او د پلانونو د ماتېدو له وضعیته شکایت کړی.‌ دا استدلالونه په داسې وخت مطرح کېږي چې د سوریې له بحرانه بیخي ډېر وخت تیر شوی دی.

  • د ولسمشر اوباما متغیرو سیاستونو او پاسنیو تحلیلونو ته په کتو دا سوال مطرح کیدای شي چې اوباما په سوریه کې د څه په لټه کې دی؟
  • یا په بل شکل، د امریکا مطلوبه سوریه باید څه ډول هېواد وي؟

څه چې د اوباما له سیاستونو درک کېدای شي داسې ښکاري چې امریکا د سوریې ګاونډیو ته د بحران غځولو په لټه کې ده، نه داچې د یوې ډلې یا یو جریان له ملاتړ سره دلچسپي لري. په میدان کې د عیني وضعیت نندارې ته په کتو په سوریه کې ګڼې ډلې او جریانونه د قدرت ساتلو یا قدرت ترلاسه کولو په نیت یو د بل په مقابل کې ولاړ دي، یانې د سوریې اوسنی حکومت، د اسلامي دولت ډله یا داعش، القاعده ته وفادارې ډلې لکه النصر جبهه یا احرارالشام او  خپلواک پوځ چې سني مذهبه دي او سکولار تمایلات لري، یو د بل په مقابل کې جنګېږي.

د امریکا لپاره اوسنی سیاسي نظام چې په سرکې یې علویان دي او د لبنان او ایران له حزب الله ډلې سره د وصل کړۍ جوړي د محوري قدرت د استحکام یا د اسرایلو د امنیت د تهدید له کبله مطلوب ندي. له دې برخې څخه یوازې د ایران ډارولو لپاره یې له ډیره وخته کار اخستی دی.

د امریکا لپاره د سلفیانو یا دغه راز دسکولرانو نظام ترهغې ډیر په زړه پورې تمامېدای شي. لومړی له دې کبله چې د مقاومت د ځنځنیر د کړیو تفکیک ورباندې کیدای شي، دویم داچې د قطر- سوریې د ګازو نل لیکې په واسطه د اروپا د ګازو تامین چې د روسې له لارې په رسېدونکي ګاز د اروپا تکیه کمه شي نو په سیمه کې به دا چاره د روسیې د ستراتیژیکو ګټو پروړاندې یو غټ خنډ جوړ شوی وي. مګر دا لاره هم چې د سوریې وحدت او د ثبات استحکام پکې فوق العاده رول لوبولی شي، د سوریې په اړه د اوباما زړه نه نرموي.

په دې دلایلو هیڅ ډله په یوازې سر د سوریې د سیاسي نظام لپاره مناسبه نده، حتی که اقلیت هم نه وي او د بهرني نظامي قدرت په مرسته په واک ډډه ولګوي. د امریکايي اقتدار د خوښې وړ سوریه باید داسې یو هېواد وي، چې ټول اوسني وجودي جوړښتونه یعنې سیاسي، اقتصادي، کرنیز او اجتماعي نظام یې تغیر وکړي حتی د تاریخي اثارو په اړه یې امریکا ښه نیت نلري. یعنې د اوباما له سیاستونو چې تردې ګړۍ څه محسوس شوي دادی، چې د سوریې ځنې برخې په مستقلانه ډول د ځینو ډلو تر ولکه لاندې وي یا په بله اصطلاح په سیمو مسلطې ډلې ترخپل منځ یا له اقتدار سره په شخړه کې وي. لکه د اوسني وضعیت دوام یا په لږ تغیر چې اسد په دمشق او یا ځینو ساحلي ښارونو ولکه ولري، کردان شمالي سیمې اداره کړي او سني سلفي جریانونه مرکزي سوریه اداره کړي.

د امریکا مطلوبه سوریه باید داسې هېواد وي، چې کډوال یې نه یوازې چې په ترهګرو د تبدیلیدو قابلیت ولري سربیره د سوریې ګاونډیو هېوادونو په تېره لبنان، اردون او ترکیې ته د سوریې د بحران د انتقال غوره وسیله وګرځي.

  • دې هدف ته درسېدو لپاره داوباما موډل څه دی؟

پاسنیو توضیحاتو ته په کتو، نه د اسد رژیم تثبیتول د اوباما ستراتيژي ده نه د بلې حریفې رقیبې ډلې واک ته رسول. اوباما غواړي سوریه یوازې د سیاسي نظام له اړخه نه بلکې له نورو برخو هم له ټکنیتوب سره مخامخ پاتې شي. د اوباما سیاستونه د سوریې په برخه کې د سویس برشته له الګو سره بې شباهته ندي.

ددې تیورۍ له مخې چې (په معاصره نړۍ کې د امنیت او ستراتیژي) په کتاب کې په تفصیل لیکل شوې، امریکا له نورو هیوادونو سره د خپلو مسایلو د حل لپاره هیڅ عجله نلري او ترهغې حده لوبې ته دوام ورکوي چې ترهدف لاندې هېواد سوکه سوکه له خپلو سرو کرښو شاته تګ وکړي. امریکا به په همدې تګلاره له سوریې سره ګذاره کوي، بحران به ګاونډیانو ته غځېږي او حتی په سوریه کې د روسیې نظامي مداخله هم کوم مزاحمت نشي جوړولای. برعکس کولای شي، بحران لا ژور کړي او د امریکا د خوښې ستراتيژۍ تعمیل ته سرعت ورکړای شي.

په دې موډل کې امریکا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یا د رقیبانو له خوا د ګټو د تقابل په صورت کې د مستقیمې نظامي مداخلې هیڅ ضرورت نه وي،‌بلکې داخپله دهماغو هېوادونو خلک دي، چې خپلې رېښې به پخپله په تبر وهي او امریکا به یې ننداره کوي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.