ايران او پاکستان په افغانستان کې د فرقه يي جګړو په لټه دی

مظاهرهد افغانانو یوالی او یو موټيتوب د سیمې په کچه بې مثاله دی. سره له دې چې په ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران کې زیاتې فرقه يي شخړې تودې دي او سخت دریځې ډلې توانېدلې له فرقه يي جګړو څخه ستره استفاده وکړي خو د کلونو په تېریدو افغانان توانېدلي خپل یوالی ټینګ وساتي. د همدې ملي وحدت نتیجه ده، چې تراوسه افغانان توانېدلي د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو په مقابل کې ودرېږي.

هېواد له یوې حساسې مرحلې تېرېږي، ملي اتحاد او یوالی ددې سبب دی، چې د دښمنانو دسیسې شنډې شي. دښمنان موخو ته د رسېدو لپاره د ملي یوالي زیانمنېدلو ته د یو لوی ارمان په سترګه ګوري. په دې منځ کې نړیوال تروریزم په هڅه کې دی، چې د افغانستان خلک سره مقابل شي او له قومي درځونو څخه خپلې موخې تامين کړي.

که نن ورځ د ترهګرۍ زیانونو ته له قومي زاويې ګورو نه یوازې چې له تروریزم سره مو مرسته وکړه، بلکې له بیرونیو توطیو سره مو هم کومک کړی دی. کله چې تازه تازه په افغانستان کې د داعش فعالیتونه پیل شوي وو، هزاره وطنداران مو د خپل سر او مال په ویره کې وو. په هماغو اوایلو کې یې د دې شومې پدیدې پرضد پراخ تبلیغات پیل کړل خو کله چې یې ولیدل چې هزاره میشتې سیمې لااقل د لنډمهال لپاره د داعش له ګواښه مصونې دي له روشنفکره تر مذهبي پورې هره یوه یې په خوله پټۍ ولګوله او حتی د داعش د کړنو له غندلو یې هم لاس واخیست.

 

طالب، القاعده، داعش او نورې سخت دریځې ډلې چې د خپلې غیر ملي او سیمه ييزې ایډیالوژۍ په اړه فکر کوي، مشخص اهداف لري.

دا ډلې نه یوازې چې مذهب ته معتقدې ندي په هیڅ وجه هېوادنۍ پولې نه پېژني. موږ شاهدان یو کله چې طالبان د کندوز ښار ته ننوتل په لوډسپیکرونو کې یې نارې وهلې ((‌ انشالله موږ له دې ځایه بخارا، سمرقند ا وقفقاز فتح کوو))‌. دا ډلې قومي، جغرافیايي او مذهبي سرحدونه نه پېژني. موږ شاهدان وو چې لس ننګرهاریان په داسې ډول ووژل شول،‌چې د عکسونو کتل یې وحشتناک وو. د حیرانۍ وړ ده هغو خلکو چې ننګرهاریان وژل په پښتو یې خبرې کولې خو د داعش له ایډیالوژۍ او مکتب سره یې تړاو درلود. ضروري وه چې په هماغه لومړیو کې له تاجک تر هزاره او له هزاره تر ازبکه ټولو په یو غږ د داعش دا کردار غندلی وای او ټولو ددې شومې پدیدې پروړاندې دریځ نیولی وای. که په هماغو لومړیو کې بیغوري نه وی شوې نن به د خپلو اوه هزاره کلیوالو د جسدونو سر ته نه وای ناست.

 

سربیره پرداعش د اوو کسانو د سرونو غوڅولو کې نور موارد هم رابرسیرن شوي دي چې په لاندې ډول ورته اشاره کېږي:

  • ۱ – هزاره وروڼه ددې په لټه کې دي چې پرته له ستونزې په اروپايي هېوادونو کې قبول شي. له دې کبله چې په اروپايي هېوادونو کې قبلیدل له سختو موانعو سره مخ دي د بې ګناه خلکو وژل په دې لاره کې هغه ستراتيژي ده چې خپله د ځینو هزاره ګانو له خوا ورڅخه استفاده کېږي. د یو هزاره ملګري هغه متن ته پام وکړئ چې په فیسبوک کې یې نشر کړی دی:((‌نن شپه زه کوښښ کوم د هزاره کډوالو د قبولۍ ددوسیو لپاره عمومي مواد راټول کړم. دا عمومي مواد دي او د هر هزاره د قبولۍ له شخصي دوسیې سره مرسته کولای شي. ددې کار لپاره د خپلو یو تعداد دوستانو مرستې ته اړتیا لرم چې نن شپه په سکايپ باندې انلاین شي او ددغو موادو د یوه په چمتو کولو کې راسره مرسته وکړي. هغه څه چې دا دوستان یې باید پیدا کړي په چاپي اخبارونو کې د هغو جنایاتو په انګریزي ژبه خبرونه او راپورونه دي چې د افغانستان په مختلفو نقطو کې د هزارګانو پروړاندې ترسره شوي دي. وروسته دوستان باید د ګوګل نقشې په ذریعه د پېښو ځایونه راپیدا کړي او د خبر له لینک سره یې په نقشه کې په نښه کړي. په پاکستان کې میشتو هزاره ملګرو له وړاندې په ګوګل نقشه کې په کویټه کې دجنایاتو سیمې نقشه ګذاري کړې دي موږ هم په افغانستان کې عین کار تکراروو. داکار خاص مهارت غواړي)).‌
  • ۲- ایران او پاکستان په افغانستان کې د فرقه يي جګړو په لټه کې دي دواړه هېوادونه غواړي د قومي او مذهبي درځونو په رامنځ ته کیدو سره خپلو ژورو اهدافو ته ځان ورسوي. په دې برخه کې لازمه ده چې د طالبانو د فدايي محاذ د جلا شوې ډلې بیانیې ته نظر واچوو. دې ډلې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، محمد محقق او منصور دادالله په ګډه یوه داسې طرحه جوړه کړه چې په ترڅ کې یې زموږ اوه بیګناه هېواد وال ووژل شول. زموږ په هېواد کې دسیسې دومره ډېرې شوې،‌ چې ښايي د طالبانو همدا بیانیه هم یوه دسیسه وي.دامهال ترټولو غوره لاره د وحدت او یوموټیوالي استحکام ته غښتلتیا بښل دي ترڅو وکولای شو له یوې خوا ددښمنانو دسیسې شندې کړو او له بلې خوا د تېرو کلونو په څېر په وحدت او ورورۍ کې خواږه ژوند ته دوام ورکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.