ايران د بلوچانو د يوه كلي ټول نارينه اعدام كړي

بشري حقوقايران په نړيواله كچه هغه هيوادونو كې راځي چې د مذهبي او توكميزو لږكيو پروړاندې له غير انساني چلنده كار اخلي.

په دغه هيواد كې د سيستان او بلوچستان ولايت اوسيدونكي چې ترډيره يې سنيان او په خټه  بلوچان دي په حكومت كې له ګډون بې برخې او ډير يې د نظام پرضد د كړنو او يا نشه يي توكو د قاچاق په تورونو محكوم او اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د دفاع نړيوالو بنسټونو او په ځانګړي توګه د بښنې نړيوال سازمان له ايران غوښتي چې په دغه هيوا كې د نشه يي توكو د قاچاق په تور د بې وزلو كسانو اعدام چې د (ناعادلانه محكمو) لخوا محكوميږي ودروي.

د ښځو او كورنۍ په چارو كې د ايران د ولسمشر مرستياله شهيندخت مولاوردي وايي حكومت  په سيستان او بلوچستان كې د كورنيو ټولنيز ژوند ودې او پرمختګ ته هيڅ پاملرنه نه كوي او قانون په يو طرفه توګه پلي كوي. هغه وايي د سيستان او بلوچستان په ولايت كې د يوه كلي ټول نارينه اوسيدونكي اعدام شوي دي.

شهيندخت مولاوردي وايي: (د سيستان او بلوچستان په يوه كلي كې ټول نارينه اعدام شوي، او اولادونه يې هم د دې له پاره چې له دولت غچ واخلي بلقوه قاچاقوړونكي دي، دوى غواړي هم د خپلو پلرونو غچ واخلي او هم د ژوند اړتياوې او لګښتونه پوره كړي، خو حكومت ورسره هيڅ همكاري نه ده كړې.)

نوموړې  وايي په ايران كې د هغو كورنيو ژوند ته هم پاملرنه نه كيږي چې نارينه يې اعدام شوي كورونه او جايدادونه يې هم مصادره شوي او پاتې كورنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه د ايران په اجرايي نظام هم نيوكه كوي چې د پلار د جرم له امله يې اولادونه هم نه يوازې بې برخليكه پاتې كيږي بلكې يو كوچنى كور يې هم دولت مصادره كوي. په داسې حال كې چې په جرم كې يې ماشومان او ميرمن هيڅ شامل نه دي.

د ايران د ولسمشر مرستياله وايي حكومت بايد د دغه كورنيو ملاتړ وكړي ترڅو دوى د خپلو سرپرستانو د كړنو له امله بيا جرمونو ته مخه نه كړي.

سيستان او بلوچستان د ايران يو پراخ ولايت دى چې د ۱۳۸۵ كال سرشميرنې له مخې دوه ميليونه او ۳۵۰ زره اوسيدونكي لري چې له ۶۴۰ زرو ډير يې نالوستي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.