ايران كې د رايو شميرل پيل شوي

په ايران كې د ټاكنو په حوزو كې د راۍ وركولو په پاى ته رسيدو سره د رايو شميرل پيل شوي دي. كه څه هم د ايران د (اسلامي شورا)  او (مجلس خبرګان) د ټاكنو د پايلو د اعلان اصلي سرچينې د ټاكنواداره ښودل شوې، خو ځينو رسنيو د خپلو رپوټونو پربنسټ په دغه ټاكنو كې د مخكښو كسانو نومونه خپاره كړي دي.

رسمي چارواكو ويلي په دې ټاكنو كې چې د جمعې په ورځ وشوې د خلكو د ګډون كچه لوړه وه. د ايران د حكومت له خوا په كور نظر بندو كسانو مير حسين موسوي او زهرا رهنورد ته كورته صندوقونو وروړل شوي وو او خپلې رايې يې وكارولې، خو  مهدي كروبي هم د ګرځنده صندوق د ورليږلو غوښتنه كړې وه خو دا كار ونه شو.

په دې ټاكنو كې د اسلامي شورا د ۲۹۰ څوكيو او د مجلس خبرګان د ۸۸ څوكيو له پاره سيالى وشوې. ويل كيږي د رايو وركول په ځينو حوزو كې تر نيمې شپې پورې دوام درلود.

د ايران د كورنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ټاكنو كې له ۵۴ ميليون او ۹۰۰ زرو ډيرو كسانو ګډون كړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.