په ايكوادور كې د يوې پوځي الوتكې د غورځيدو په پيښه كې ۲۲ تنه وژل شوي دي. دا الوتكه د سويلي امريكا په ايكوادور كې په يوه ځنګل كې غورځيدلې ده.
د اكوادور چارواكي وايي دا الوتكه د دغه ولايت په ختيځ ايالت كې د آمازون ځنګل له پاسه روانه وه چې راوغورځيده. چارواكي وايي په دې پيښه كې ۲۲ تنه سپاره وو چې ټولو ژوند له لاسه وركړى دى.
د ایکوادور ولسمشر رافیل کورییا په خپله ټويټر پاڼه د دې خبر پخلى كړى. ځیني خبري رسنیو ویلي د الوتکې تر غورځيدو څو شیبې وړاندې پیلوټ د هوايي ډګر سره اړیکه ټینګه نيولې وه او ویلي وو چې د هوا حالات ډیر خراب دي او د بیړنۍ ناستې د اجازې غوښتنه يې کړې وه.
ویل کیږي د پیلوټ د اړیکې نه څو شیبې وروسته د الوتکې سره اړیکه پرې شوه. د ایکوادور پوځ ویلي پدې الوتکه کې دوه پیلوټان ، یو تخنیکر او ۱۹ پوځیان سپاره وو.
Leave a Reply