اڅکزی: که پنجاب امن افغانستان غواړي، د دغه هېواد خپلواکۍ ته دې درناوی ولري

اڅکزی: که پنجاب امن افغانستان غواړي، د دغه هېواد خپلواکۍ ته دې درناوی ولري

د پښتون ملت پاله ګوند مشر محمد خان اڅکزي ویلي پاکستان کې د غلامۍ ژوند نه غواړي.

هغه نن پښتونخوا کې د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت دې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره روان ظلم ودروي.

هغه ادعا کړې چې د پنجاب پوځ او حاکمې استخباراتي ادارې ټول قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

اڅکزي ویلي که څوک امن افغانستان غواړي، نو د دغه هېواد حکومت او خپلواکۍ ته باید درناوی ولري.

هغه دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت پښتانه په بندي کولو او وژلو نه شي ډارولی.

محمود خان اڅکزی پر داسې مهال د افغانستان خپلواکۍ ته د درناوي خبره کوي چې تېره ورځ د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د پاکستان په کوربتوب د سولې یو کنفرانس کې برخه واخېسته، هغه څه چې پراخ غبرګونونه یې هم راپورته کړي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د مسکو اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال  ویلي و چې د سیمې هېواودنه باید د ډلو ټپلو پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي او زمونږ ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.