اچین کې د داعش پاکستانی الاصله قوماندان ووژل شو

اچین کې د داعش پاکستانی الاصله قوماندان ووژل شو

چارواکی وايي، تېره شپه د ننګرهار د اچین په عبدالخېلو د بې پیلوټه الوتکې پرلپسې هوایي بریدونو کې د اسلم فاروقي په نوم د داعش ډلې قوماندان او درې داعشیان وژل شوي.

 

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی په وینا اسلم فاروقي د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی او په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې قوماندان و.

 

د خوږياڼی زياتوي، په دې هوايي بريدونو کې د داعشیانو پر مرګ ژوبلې سربېره د هغوۍ وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.