ایا اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د سفر پایلې به هم لکه استقبال یې ګرمې وي؟

ولسمشر غني او نواز شريفد اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ولسمشر غني پاکستان ته رسېدلی دی. د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د افغان ولسمشر استقبال ته د پاکستان صدراعظم او نور لوړ‌پوړي پاکستاني چارواکي‌راغلي وو، دا پاکستان ته د نړیوالو مشرانو د ورتګ ترټولو د لوړ پروتوکول ورکونکی سفر بلل شوی دی او څارونکي‌وايي، بې ساری استقبال یې وشو. د سفر جریان د پاکستان دولتي تلویزیون په مستقیمه بڼه خپروي. د اسیا زړه کنفرانس کې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی او پرون پیل شوی دی.

ددغې کنفرانس لومړنی یا پرانستونکی وینا وال د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال حکمت کرزی و، کرزي د کنفرانس ګډونوالو ته وویل؛ 

د افغانستان امن او سوله بنسټیزه مسله ده، د ټولې سیمې امنیت او اقتصادي بهیر ورسره تړلی دی. پاکستان باید نه یوازې ژمنه وکړي،‌ بلکې موږ داځل د موثر عملي‌اقدام غوښتونکي یو او نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې نور هېوادونه او نړیوال باید پاکستان دې ته وهڅوي،‌چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او دطالبانو د سولې په بهیر کې خپل نفوذ په کار واچوي.

له پاکستان سره د افغانستان حکومت له هغه وروسته یوار بیا اخرین خط ته لاړې،‌ چې افغان ولسمشر د افغانستان دعامه افکارو د مخالفت په بیه او د سیاسي‌ افغان جریانونو سره له ټکر سره سره پاکستان ته ددوستۍ لاس وغځاوه. ولسمشر غني تیرکال له پاکستان وغوښتل چې طالبان سولې ته کېنوي خو پاکستان باید دې برخه کې لوبه وا زړې تجربې تکرار نه کړي.

دې موضوع هندوستان هم چې د افغانستان ستراتیژیک دوست دی له افغانستان سره فاصلې نیولو ته اړ کړ، خو د کال په دننه کې په افغانستان کې د طالبانو او نورو هغو ترهګرو فعالیتونه څو چنده زیات شول،‌ چې له پاکستان نه راتلل او دهغه هیواد پوځ او استخباراتو یې ملاتړ کاوه. په وروستیو کې پاکستان د طالبانو ملاتړ ته خپل پوځیان هم راواستول، خطرناک ځانمرګي بریدونه وشول، د کندوز په سقوط کې یې ورسره مرسته وکړه او دغه راز پر افغان وګړو او تاسیساتو یې جبهه ییز بریدونو ته زور ورکړ. 

افغان ولسمشر د اروپا له پاکستان سره له خبرو نټه وکړه، او هغه هېواد یې ګرم وباله چې له ترهګرۍ سره د دوستۍ لوبه کوي او له افغانستان سره د شخړې په هواري کې صادق نه دی. په تېرو پنځو میاشتو کې پاکستان او په ځانګړې توګه نوازشریف په وار وار له افغان ولسمشر وغوښتل چې ددوی په کوربتوب له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي،‌خو افغان ولسمشر د پاکستان داغوښتنه په سختو ټکو رد کړې ده. 

ولسمشر غنياروپا ته دورستي سفر پرمهال ولسمشر غني له غربي رسنیو سره په مرکو کې وویل:

نور نو طالبان یو دارس ندي چې موږ ورسره خبرې وکړو، زموږ د معاملې طرف پاکستان دی، او پاکستان د طالبانو په پخلاینه کې نه یوازې صادق ندی له موقع ناوړه استفاده کوي. له نړیوالو فشارونو او وساطت سره ولسمشر غني‌ پاکستان ته د خپل سفر په هکله هوکړه وکړه خو ښايي دا سفر یا مطلق نتایج ولري او یا ښايي‌دا د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ د نرمو خبرو اخري‌ هڅه وي. 

ځینې شنونکي وايي،‌ داعش راروان دی،‌ او د داعش له هغه مخ نه پاکستان په ډار کې دی، چې ددوی پرخوا هم خوله ورخلاصه کړي. له همدې کبله پاکستان د طالبانو د مذاکراتو په نوم افغانستان او نړیوال مصروف ساتي، ژمی به تیر شي، د طالبانو پاشلې رهبري به رورغول شي او په پسرلي‌ کې به طالبان د پاکستان په نیابت له پاکستان ضد داعش څانګې سره هم جګړه کوي او هم به د افغان دولت د کمزوري کولو په هڅو بوخت وي. 

ځینې نور څارونکي وايي، پاکستان اړ شوی، چې له روسیې،‌ چین او ایران سره نوې ټلواله جوړه کړي. دوی وايي، په اسلام اباد کې د یادو هیوادونو یوه پټه غونډه هم شوې او درې واړه هیوادونه له داعش څخه په ویره کې دي. د پاکستان په همکارۍ دغو هیوادونو پرېکړه کړې چې دداعش د مقابلې لپاره باید طالبان تمویل او تجهیز کړي. داځکه چې دوی افغان دولت امریکا ته متعهد ګڼي او د سیمیزې همکارۍ لپاره ورباندې ډیر اعتماد نه کوي. 

خو وروستی نظر دادی، چې پاکستان له امریکا سره په ګډه په سیمه کې یوې نوې لوبې ته ورداخلېدل غواړي، دوی به یو تعداد د طالبانو په نوم افغان حکومت ته ورګډ کړي، یو تعداد نور طالبان به په صحنه کې جنګېږي او د ناکامۍ په صورت کې به خپله له داعش سره یوځای شي. پاکستان به منځنۍ اسیا ته دداعش په لیږد کې له امریکا سره مرسته کړې وي، خو سیمه ييزو متحدینو ته به وايي، چې پاکستان خپل ټول امکانات وکارول او بیا هم د تیر په څیر د تروریزم قرباني دی. 

شنونکي وايي، له پاکستان سره داناسته هم باور نه کېږي، خاص موثریت او اوږدمهالې مثبت نتیجه ولري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.