ایران: افغان سوله محدودو هېوادونو یرغمل کړې

ایران: افغان سوله محدودو هېوادونو یرغمل کړې

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي تازه ویلي: ددې په خاطر چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي، اړتیا ده چې ګاونډیو هېوادونو ته هم ونډه ورکړل شي.

هغه په ټینګار سره ویلي چې د افغان سولې بهیر لا هم د سیمې هېوادونو جدي مرستې ته اړتیا لري.

د عراقچي په وینا د سولې روان بهیر د څو هېوادونو له لوري یرغمل شوی دی او له ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ راز مشوره نه کېږي.

دغه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي ایران د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې او پوښتنې لري چې باید ځواب ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.