ایران او افغانستان پنځه اړ خیزه مذاکرات پیل کړي دي

د ايران او افغانستان تر مينځ په پنځو حوزو کې ستراتيژيک مذاکرات پيل شوي دي، چې په همدې موخه د افغانستان يوه پلاوي تهران ته سفر کړی دی.
د ايران فارس خبري آژانس وایي، کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمدجواد ظريف د وروستي سفر پر مهال دواړو هېوادونو هوکړه کړې وه، چې د ستراتيژيکو همکاريو د يوه سند د چمتو کولو لپاره به پنځه کمېټې کار پيل کوي او په پنځو مختلفو برخو کې به مذاکراتو ته زمينه برابروي.
يادې پنځه کمېټې به په امنيتي، اقتصادي، کلتوري، د وګړو او اوبو په برخو کې مذاکرات کوي او غړي به يې د دواړ هېوادونو د لوړ پوړو ډيپلوماټيکو مسئولانو له مينځه غوره کيږي. رسنۍ وايي، د اوبو مسئله، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه او په ايران کې د افغان کډوالو د تنظيم مسئله هغه موضوعات دي، چې نني پيل کېدونکي مذاکرات به يې پر محور چورليږي. د دې مذاکراتو دويمه دوره به وروسته په کابل کې تر سره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.