ایران ته د حنیف اتمر سفر ولې وځنډول شو

عبدالله عبداللهد ایران اسلامي جمهوریت ته د اجرایی رییس سفر داسې یو وخت برابر شو چې له دغه هیواد سره په سیمه کې د یو شمیر نورو هیوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي. سعودي عربستان، بحرین او سوډان له هغه وروسته له ایران سره خپلې د پلوماتیکې اړیکې وځنډولې چې سعودي عربستان په خپل هیواد کی شیعه مخالف شیخ نمر د ترهګرې په جرم اعدام او په غبرګون کې یې په ایران کې د سعودي سفارت وسوځول شو.

که څه هم ایران ته د افغانستان د اجرایی رییس سفر تر دې وړاندې تنظیم شوی و، خو دې پیښې په دغه سفر هم سیوری غوړولی. اجرایی ریاست وایی چې په دغه سفر کې د افغان کډوالو د ستونزو او یو شمیر نورو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کیژي خو له شک پرته تر ټولو مهمه سیمه ییزه مسله داعش او په سیمه کې د هغه ګواښ دی.

ایران فکر کوي چې په افغانستان کې داعش پراختیا په حال کې دی او افغانستان حکومت نه یوازې د دې ډلې پروړاندې غوڅ عمل نه کوي بلکې ځینې حکومتي چارواکي ورسره همکاري هم کوي، هغه څه چې په دې وروستیو کې روسي چارواکو هم اندیښنه ښودلې ده.

ایران ته داجرایی رییس د سفر موخه هم همدا وه چې ایران ته قناعت ورکړي چې د افغانستان دولت د داعش پروړاندې جدی مبارزې ته نه یوازې ژمن دی بلکې ليواله دی چې د دغه ډلې پروړاندې په سیمه کي د یوې ټلوالې د جوړیدو مشري هم وکړي، که څه هم په پام کې وه چې د نورو چارواکو ترڅنګ د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په دغه سفر کې شامل وي، خو نوموړی له سفر په شا شوی دی.

د ایران سفارت ته د اجرایی ریاست د استول شوي مکتوب له مخې حنیف اتمر هم په دې سفر کې شامل و. د افغانستان د ملی امنیت شورا هم د حنیف اتمر د سفر ځنډیدل منلي، خو د دې ځنډ لامل د ایران د ملی امنیت شورا د سلاکار نشتوالی ګڼی. د ملي امنیت شورا وایی داچې د دوشنبه او سه شنبه پر ورځو د حنیف اتمر سیال د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي‌‌‌‌‌‌ شورا رییس علي شمخاني د یوه عاجل کار له امله په تهران کې حضور نه درلود او د دوی ټولې رسمي لېدنې پر همدې ورځو تنظیم شوې وې؛ له دې امله ایران ته د نوموړي سفر راتلونکي مناسب وخت ته ځنډول شوی.

عبدالله عبدالله

هغه څه چې یوه پلمه بلل کیدای شي ځکه ښاغلی شمخاني په تهران کې نه وي نو د ایران له نورو سیمو څخه د ده کتنې ته نه شو را تللای او یا هم ایران لوري نه دي غوښتي دا کتنې ترسره شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا وایی دا سفر به بل وخت ترسره شي او په دوه زره پنځه لسم میلادي کال کې د ملي امنیت سلاکار دوه ځلې ایران ته رسمي سفرونه کړي دي.

بلخوا له ایران څخه رپوټونه وایی چې دغه هیواد د افغانستان د سولې په پروسه کې د پراخ حضور غوښتنه کړې ده. دایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایی ایران غواړي په دې پروسه کې مستقیم حضور ولري.

د افغانستان د سولې په پروسه کې د ایران مستقیم حضور به دا پروسه له نویو ستونزو سره مخ کړي ، ځکه ایران مخکې هم د امریکا په ډیره ونډه اندیښمن و او اوس به په دې بهیر کي د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو دریځونه وننګوي.

ایران داسې وخت کې دا لېوالتیا ښودلې چې سعودي عربستان، بحرین او سوډان له دغه هیواد سره د پلوماتیکي اړيکې ځکه ځنډولې چې په دغه هیواد کې د سعودي سفارت وسوځول شو.

دا چې افغان چارواکي او په تیره بیا عبدالله عبدالله به تر کومې کچې وتوانیژي چې په دې سفر کې د افغانستان ګټې خوندي کړي په اړه یې څه ویل ګران دي، خو له شک پرته ایران هڅه کوي د خپلوګټو له پاره په افغانستان فشار راوړي چې د سولې په پروسه او داعش پروړاندې مبارزه کې د خپلو مخالفینو او په تیره بیا سعودی رول پیکه کړي، هغه هیواد چې له شک پرته کولای شي سولې ته د ‌طالبانو په چمتو کوولو او پاکستان په همکارې کې رول ولوبوي.

بلخوا د ایرانی رسنیو د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله د ایران له مذهبي مشر آیت الله خامنه یی سره دوه په دوه کتلي، د دې کتنې اصلی محور په افغانستان کې د داعش پروړاندې جګړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ مخ پر ودې دوه اړخیزې همکارې ښودل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.