ایران د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې غندلې دي

ایران د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې غندلې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان په اړه د ټرمپ له سپکاوي ډکې څرګندونې غندلي او دا یې د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي وايي، د ټرمپ څرګندونې د افغان ملت پر ضد نژاد پرستانه وې، دا څرګندونې د منلو وړ نه دي بلکې د نړیوال امنیت او سولې لپاره هم خطرناکې دي.

ښاغلي موسوي زیاته کړه، د ایران حکومت په دې برخه کې د افغانستان مقاومت کوونکي ولس، حکومت او ګاونډي ورور هېواد افغانستان سره خوا په خوا ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ عمران خان سره په لیدنه کې وویل، که یې غوښتلي وای افغانستان به اوس له نقشې ورک و.

دې خبرو د افغان حکومت، سیاسیونو، نړیوالو او ان طالبانو سخت غبرګونونه راوپارول

Leave a Reply

Your email address will not be published.