طالبانو له ایرانیانو سره کتلي دي

طالبانو له ایرانیانو سره کتلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالب استازي له دوی سره د خبرو په هدف ایران ته ورغلي وو

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو د قطر دفتر چارواکي د سولې خبرو لپاره تهران ته ورغلي او له ايراني چارواکو سره يې د سولې پروسې په اړه خبرې کړي.

ایراني چاوراکو ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې دغه خبرې يې، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په همغږۍ ترسره کړې دي

تهران وايي، دا خبرې په دې موخه تر سره کړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي

تېره اوونۍ د ایران د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی و او دلته یې له خپل افغان سیال حمدالله محب سره ژمنه کړې وه چې طالبان به د سولې خبرو ته هڅوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.