د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تېر ماښام د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي.
عراقچي ویلي، د دواړو هېواودنو ترمنځ اړیکې تاریخي دي.
عراقچي ایران کې له طالبانو سره وروستۍ ناستې ته په اشارې ویلي، د تهران ناسته له افغان حکومت سره په همغږۍ جوړه شوې وه او ایران د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ ته ژمن دی.
تېره ورځ هم عراقچي د ایران ناستې راپور ولسمشر غني ته وړاندې کړی و
Leave a Reply