ایران وایې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه د سیمې د هیوادونو پر مټ تر سره کیږي

د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني ویلي: د سيمې يو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان د دفاعي او امنيتي بنسټونو په کمزوري کولو سره په عراق او سوريه کې ماتې خوړلو ترهګرو ته په دې هېواد کې د فعاليت زمينه برابره کړي. ايراني رسنۍ وايي، د هیواد د ملي امنیت د شورا منشي یې نن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په دې تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي، چې شمخاني په بلخکې پر شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو بريد غندلی او په دې اړه يې له افغان ملت سره د خپل هېواد په استازيتوب خواخوږي ښوودلې ده.

ده د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې ته په اشارې سره ويلي، چې ايران او افغانستان په استخباراتي او امنيتي برخو کې د همکاريو پر مټ په سيمه کې امن او ثبات راوستلی شي. د ايران د ملي امنيت د شوار منشي دغه راز زياته کړې چې، د سيمې يو شمېر هېوادونه غواړي د افغانستان د امنيتي او دفاعي بنسټونو په کمزوري کولو سره هغو وسله والو ترهګرو ته په دې هېواد کې د فعاليت زمينه برابره کړي، چې په عراق او سوريه کې له ماتې سره مخ شوې دي.

شمخاني نه دي ويلي چې د سيمې کوم هېوادونه دې موخې ته د رسيدو هڅې کوي، خو دا څرګندونې يې داسې مهال دي، چې ايران پخپله هم په افغانستان کې د طالب وسله والو پر ملاتړ تورن دی. پر شاهين قول اردو د بريد پړه، چې د ۲۰۰ په شاوخوا کې افغان سرتيرو ته يې مرګ ژوبله واړوله، هم طالبانو پر غاړه اخيستې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.