ایران وایې په پاکستان کې به دوسلو زیرمې په نښه کړو

د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر وايي، که اسلام اباد د هغو وسلوالو پرضد ګام پورته نه کړي، چې د ایران خاوره کې یې برید کړی دی، نو تهران به پاکستان کې د وسله والو پټنځي په نښه کړي.
تورنجنرال محمد باقري دا خبره له هغه وروسته کړې، چې تېره میاشت د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه میرجاوه کې لس ایراني ځواکونه ووژل شول. ایران سني توندلارې ډله جیش العدل د دې برید مسووله وبلله او دا یې هم وویل، چې دې ډلې دغه پوځيان د پاکستان له خاورې په نښه ویشتونکو ټوپکو وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، تورنجنرال باقري هم د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دا وضعیت د زغم وړ نه دی. د جنرال باقري له څرګندونو مخکې د ایران دفاع وزیر حسین دهقان هم ویلي، چې د پاکستان سره تړلي سرحد کې د ایراني پوله ساتو د وژنې له امله تهران د ځوابي برید حق لري.
د ایراني پوله ساتو له وژنې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته لاړ او له لومړي وزیر نواز شریف یې د سرحدي امنیت د لا ډېر خونديتوب غوښتنه وکړه. پر دې سربېره د ایران ولسمشر حسن روحاني هم نواز شریف ته په پیغام لېږلوسره وویل، چې د ایرانیو پوله ساتو وژونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.