طالبان: استازي مو ایران ته تللي و

طالبان: استازي مو ایران ته تللي و

طالبانو ویلي، تېره ورځ يې ایراني چارواکو سره په تهران کې کتلي دي

د طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالب استازو تېره  ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره په کتنه کې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوی به د ایران سربېره نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي

تېره ورځ د یران د بهرنیو چارو وزارت رسمي ومنله چې دوی له طالب استازو سره په تهران کې کتلي دي

تېره اونۍ د ایران د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی و او دلته یې خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړی و چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.