ایوانکا: افغان ښځې باید په سوله کې هېرې نه‌شي

ایوانکا: افغان ښځې باید په سوله کې هېرې نه‌شي

ایوانکا ټرمپ په واشنګټن کې د یوې لیدنې په ترڅ کې ټینګار کړی چې افغان ښځو ته باید په سوله کې ونډه ورکړله شي او هېرې نه‌شي.

 

د یوې سرچینې خبره، “ایونکا له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یو ځل بیا هغه هڅولی چې د افغان سولې په خبرو کې دې ښځې مهمې وشمېرلې شي او غوښنه برخه دې ورکړله شي.”

هغې مخکې هم په‌دې خبره ټینګار کړی و او په یوه ټویټ کې ویلي وو، “افغان مېرمنې باید له سولې وروسته هم خپلې لاسته راوړنې ونه‌بایلي، بسیا شي او د پرمخت زمینه ورته برابره شي.”

 

ایوانکا د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ده چې ډېری وخت د امریکا په سیاسي مسایلو کې ګډون کوي او نظریات یې په رسنیو کې اغېزمن شمېرل کېږي.

 

افغان ښځو هم له تېرو دوو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د افغان سولې برخه شي. دوی وېره لري چې یو ځل بیا خپلې ټولې لاسته راوړنې ونه‌بایلي..

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.