ایکسپریس ټربیون: پاکستان به ژر طالبانو ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړي

ایکسپریس ټربیون: پاکستان به ژر طالبانو ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړي

محور؛ دوه  نۍ، د زمري میاشتې اوومه: پاکستانۍ ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستانیو چارواکو په حواله لیکلي: دغه هېواد په دې کار روان کړی چې ژر تر ژره طالبان اسلام آباد ته ور دعوت کړي.

ټربیون وايي، پاکستان به هڅه وکړ چي طالبان تشویش کړي تر څو له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او یو اوږدمهالی اوربند ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن ته د سفر پر مهال په یاد هېواد کې ویلي وو، دوی چمتو دي په افغان سوله کې د منځګړي رول ولوبوي او یاد هېواد به خپله ټوله هڅه وکړي څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او ټاکنو کې یې برخه اخیستو ته چمتو کړي.

طالبانو هم دوه ورځې وړاندې ویلي و، که پاکستان بلنه ورکړي، چمتو دي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.